بګرام کې یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده

27 حوت 1397 ساعت 11:37

سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې بګرام هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې بګرام هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، دغه الوتکه پرون یکشنبې د کب ۲۶ مه د باریک آب په دښته کې لوېدلې.

د هغه به وینا الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 114586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com