مدني ټولنه:

د عمران خان څرګندونې راته د منلو نه دي دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده

27 حوت 1397 ساعت 14:35

کابل کې د مدني ټولنې غړو د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې.


کابل کې د مدني ټولنې غړو د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر څو ورځې وړاندې په قبایلي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې افغانستان کې به یو نوی حکومت رامنځ ته او ډېر ژر به سوله وشي.

خو کابل کې مدني ټولنې نن دوشنبې د کب ۲۷ مه  د یوه اعتراضه غونډې په ترڅ کې د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

د پاکستان لومړي وزیر څو ورځې وړاندې په قبایلي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې افغانستان کې به یو نوی حکومت رامنځ ته او ډېر ژر به سوله وشي.
 
د مدنې ټولنې غړي محمد اصف اکبري و ویل، چې پاکستان تل د افغانستان په چارو کې په بې شرمۍ مداخله کوي او د افغان ولس پر وړاندې دسیسې جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان افغانستان ته ځانمرګي رالېږي، پر افغان خاوره توغندي ولي او اوس غواړي خپل حکومت په افغانستان کې پلی کړي.

د مدني ټولنې غړو پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د پاکستان د ښکاره او بې شرمانه مداخلو مخه ونیسي او نور یې لاس له افغانستانه لنډ کړي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز مشرانو جرګې هم د عمران خان څرګندونې غندلې او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 114603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com