کابل کې د امریکا سفارت د ځینو بریدونو د کېدو خبرداری ورکړی دی

28 حوت 1397 ساعت 9:42

کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې ترهګرۍ ډلې هڅه کوي د نوي کال د نوروز جشن د لمانځلو پر مهال پر ځینو ځایونو بریدونه وکړي.


کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې ترهګرۍ ډلې هڅه کوي د نوي کال د نوروز جشن د لمانځلو پر مهال پر ځینو ځایونو بریدونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه خبرپانه کې ویلي دوی د راونې مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې د ډېرو بریدونو راپورونه تر لاسه کړي، او ترهګرو هڅه کوي د بهرنیانو په ګډون پر ځینو اهدافو بریدونه وکړي.

په خبرپانه کې راغلي، سخت دریځي وسله وال پلان لري چې په کابل کې د افغانستان، امریکا او د نورو بهرنیو دولتونو د دفترونو او تاسیساتو په ګډون پر بېلابېلو هدفونو حملې وکړي.

وسله والو دغه راز د افغانستان په نورو برخو کې د بهرنیانو د را ټولېدو پر ځایونو، هوټلونو، د اوسېدو پر ځایونو او ښوونځیو هم د حملو ګواښ کړی دی.

د امریکا سفارت د خپلو اتباعو په ګډون له ټولو غوښتي چې له احتیاطه کار واخلي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com