۰

فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار شوی دی

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.
فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د کب ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر طالبانو دغه برید پرون مازیګر پنځه بجې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کړی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي په دغه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د قیصار لپاره د طالبانو ولسوال ملا ناظم هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي