فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار شوی دی

28 حوت 1397 ساعت 10:02

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمبار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د کب ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر طالبانو دغه برید پرون مازیګر پنځه بجې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کړی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي په دغه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د قیصار لپاره د طالبانو ولسوال ملا ناظم هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com