بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند جوړولو تړون وشو

28 حوت 1397 ساعت 10:59

د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.


د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنبې د کب ۲۸ مه مخکې له غرمې په چهار چنار ماڼې کې د جوړو شویو مراسمو کې لاسلیک شو.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه تړون د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.

په خبرپانه کې ویل شوي د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com