د طالبانو له خوا د تښتول شویو هندي انجینرانو له ډلې یو تن خوشی شو

28 حوت 1397 ساعت 13:52

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی.


د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تېر میلادي کال د می میاشتې په شپږمه نېته بغلان ولایت کې ۷ تنه هندي انجینران برمته کړي وو.

دغه انجینران بغلان کې د برېښنا پروژه کې کار کاوه، چې کال ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

خو اوس له دغه ډلې یو تن یې د وسله والو طالبانو له منګولو راخوشی شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خوشی شوی هندي انجینر خپل هېواد ته رسېدلی خو دا چې څه وخت او څه ډول خوشی شوی څه یې نه دي ویلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه هندي انجینر د خوشي کېدو په پار د افغان حکومت له هڅو مننه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114630

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114630/

جمهور
  https://www.jomhornews.com