د بلخ، هرات، غور، بادغیس، پکتیکا او هندوانو د ټاکنو پایلې اعلان شوې

28 حوت 1397 ساعت 14:27

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو ولایتونو او هندوانو د حوزې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې ځینې نوې څېرې هم په کې بریالی شوې دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو ولایتونو او هندوانو د حوزې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې ځینې نوې څېرې هم په کې بریالی شوې دي.

بلخ، هرات، غور، بادغیس، پکتیکا هغه پنځه ولایتونه دي، چې د هندوانو د حوزې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې ورسره اعلان شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن سه شنبې د کب ۲۸ مه د یوې خبري ناستې پر مهال د دغه ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې د هندوانو له حوزې څخه نریندرا سنګه خالصه ولسي جرګې ته بریالی شوی دی.

له بلخ ولایت څخه غلام عباس ابراهیم زاده، احمد شاه رمضان، اعلم خان آزادي، عبدالحمید شریفي، سید ظاهر مسرور، محمد علي محقق، ګل رحمان همدرد، رییس عبدالخالق، صیفوره نیازي، فوزیه حبیبي، برېښنا رابي ولسي جرګې ته لار کړې.

د هرات ولایت نه حبیب الرحمن پدرام، محمد رضا وطندوست، عمر نصیر مجددي، حاجي محمد صادق قادري، غلام فاروق مجروح، حبیب الله حنیف، منورشاه بهادري، حاجي شاه پوپل، سید عظیم رضايي، قاضي نذیر احمد حنفي، غلام فاروق نظري، سید طاها صادق، رحیمه جامي، مسعوده کروخي، ناهید احمدي فرید، سیمین بارکزی او شهناز غوثي ولسی جرګې ته بریالي شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون د اعلان سره سم، محمد ابراهیم ملک زاده، عطا محمد دهقان پور، کرام الدین رضا زاده، ګل زمان نائب، فاطمه کوهستاني او رقیه نایل له غور ولایت څخه د ولسي جرګې څوکۍ خپلې کړې دي.

اغلې نورستاني زیاته کړه، چې ضیا الدین اکازی، عبدالنصیر عثماني، علي شاه نایب زاده او فریده بیکزاد له بادغیس ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

دغه راز له پکتیکا څخه بیا میرزا کټوازی، نادرخان کټوازی، خالد اسد او ثریا اکبري ولسي جرګې ته  بریالي شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې بریالي شویو نوماندانو ته د مبارکۍ تر څنګ و ویل، چې ډېر ژره به د پاتې نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې هم د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې، خو لا هم د کابل په ګډون د ۱۰ نور ولایتونو پایلې پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 114633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com