۰

د قزاقستان ولسمشر له دندې لاس په سر شو

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۷
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته ناببره له خپلې دندې لاس په سر او د ولسمشرۍ له څوکۍ یې استعفا ورکړې ده.
د قزاقستان ولسمشر له دندې لاس په سر شو
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته ناببره له خپلې دندې لاس په سر او د ولسمشرۍ له څوکۍ یې استعفا ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هغه د دندې پرېښودو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو خپله یې په یوه تلوېزوني پیغام کې ویلي، پرېکړه یې کړې، چې د ولسمشر په توګه خپله دنده پرېږدي.

نوموړي ویلي«سږ کال زموږ د جمهوري ریاست ۳۰ کال دی، خلکو ماته دا فرصت راکړ، چې د یوه خپلواک قزاقستان لومړنی جمهور رییس اوسم.»

که څه هم نوموړي له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو ویل کېږي، چې ۷۸ کلن نظربایوف به د واکمن ګوند د رییس په توګه پاتې شي او دغه راز به د یاد هېواد د امنیت شورا د رییس دندې ته هم دوام ورکړي.

باید و ویل شي، چې د واکمن ګوند د رییس او د ملي امنیت د شورا د مشر په توګه د ښاغلي نظربایوف پاته کیدل هغه ته د دې اجازه ورکوي چې د قزاقستان په چارو کې زیات واک ولري.

نظربایوف پر داسې مهال استعفا ورکړي، چې د قزاقستان راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي