کابل کې د امریکا سفیر له افغان سیاسیون سره پر سوله خبرې کړې

29 حوت 1397 ساعت 7:55

کابل کې د امریکا سفیر جان باس له یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.


کابل کې د امریکا سفیر جان باس له یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جان باس او افغان سیاسیون او مدني فعالانو دغه ناستې پاتې د روانې اوونۍ په ترڅ کې تر سره شوي دی.

کابل کې د امریکا سفیر په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه کتو کې یې له دوی سره د افغانستان د سولې په ځانګړي د بین الافغاني مذاکراتو له پاره د امریکا د هڅو په اړه خبرې اترې کړي دي.

نووړي ویلي، چې دې خبرو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره له حکومت او سیاسي څېرو جوړ د یوه ګډ پراخ بنسټه ټیم د جوړولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
باس پر داسې مهال له افغان سیاسیون سره پر سوله خبرې کوي، ویل کېږي، کېدای شي د روانې میلادي میاشتې په پای کې د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغان سیاسیون یوه ډله قطر کې له طالبانو سره پر سوله خبرې وکړي.

بل خوا ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې امریکا او طالبان یو ځل بیا په قطر کې سره جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 114642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com