افغان سیاسیون او طالبان په قطر کې پر سوله غونډه کوي

29 حوت 1397 ساعت 8:05

ټاکل شوې د افغانستان د بېلابېلې سیاسي څېرې او طالب استازي د مسکو په شان دا ځل په قطر کې د سولې په اړه سره جرګه شي.


ټاکل شوې د افغانستان د بېلابېلې سیاسي څېرې او طالب استازي د مسکو په شان دا ځل په قطر کې د سولې په اړه سره جرګه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دا غونډه به د راتلونکې میلادي اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې وشي.

سرچینې وايي، د افغانستان د سیاسیون د ډلې مشرۍ به پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي او تر ۸۰ پورې غړي به ولري.

د ښاغلي کرزي د دفتر سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي، چې د غونډې لپاره د افغان سیاسیون او مشرانو تر منځ سلا مشورې پیل شوې او کار پرې روان دی.

دا هم ویل کېږي، چې دغه غونډې ته له افغان حکومت څخه هم د خپلو استازو د ورمعرفي کولو غوښتنه شوې خو تر اوسه حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینې وايي، دا غونډه د مسکو د غونډې پر دوام دی، ځکه هلته دواړو لورو پر دې سلا کړې وه، چې د سولې په اړه به یو ځل بیا د مسکو په شان سره غونډېږي.

باید و ویل شي، چې د مسکو په غونډه کې ۴۰ تنه افغان سیاسیون برخه درلوده او له طالب استازو سره یې پر سوله خبرې وکړې.

افغان سیاسیون او طالبان پر داسې مهال په قطر کې سره جرګه کېږي، چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې امریکا او طالبان هم پر افغان سولې د خبرو لپاره یو ځل بیا په قطر کې سره کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114643

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114643/

جمهور
  https://www.jomhornews.com