خلیلزاد واشتګټن کې له افغان سفیرې سره پر سوله خبرې کړې

29 حوت 1397 ساعت 8:25

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې سره پر سوله خبرې کړې دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې سره پر سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد تېره شپه (د کب ۲۸مه) په خبل ټوېټر لیکلي، چې له مېرمن رویا رحماني سره یې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې کړې.

خلیلزاد د افغانستان د سولې پروسه له ستونزو ډګه بللې او ویلي یې دي« دغه لار چې ورباندې قدم اخلو، نه مستقيمه ده او نه هم اسانه.»

باید و ویل شي، چې خلیلزاد پرون په واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره هم جلا جلا کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

خلیلزاد پر داسې مهال په واشنګټن کې د بېلا بېلو هېوادونو له دیپلوماتانو سره پر افغان سوله خبرې کوي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف هم واشنګټن ته ورشي.

کابلوف پرون روسي رسنیو ته ویلي چې په دوه ورځني سفر واشنګټن ته دي او تمه ده، چې امریکا به د افغان سولې په اړه د وروسیتو پرمختګونو معلومات ورسره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com