افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، دوه پوځیان یې د عملیاتو پر مهال په دغه هېواد کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غوڅ ملاتړ ماموریت پرون جمعه د وري ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دوه امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې دغه سرتېري څه وخت او د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوي.
د دغه دوه امریکايي سرتېرو په وژل کېدو سره روان ۲۰۱۹ میلادي کال افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر څلورو تنو ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل