۰

سپینه ماڼۍ ویلي، ټرمپ به د افغانستان پر سر بده معامله ونه مني

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
سپنیې ماڼۍ ویلي ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړی او د متحده ایالتونو د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر سر بده معامله ونه مني.
سپینه ماڼۍ ویلي، ټرمپ به د افغانستان پر سر بده معامله ونه مني
سپنیې ماڼۍ ویلي ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړی او د متحده ایالتونو د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر سر بده معامله ونه مني.

د جمهور خبري آژانس  خبر له مخې سپینې ماڼۍ دغه څرګندونې د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره د سولې مخامخ خبر پیل کړې.

د امریکا رسنیو د راپور له مخې د ټرمپ د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي،  ولسمشر د دغه اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر سر به بده معامله ونه وي او امریکا متبادل پلانونه هم لري، چې په وینا که د سولې خبرې هغسې نتجه ورنک،ي چې تمه تر کېږي، ممکن پوځي انتخابونو ته مخه کړي.

دغه امریکايي چارواکو زیاته کړې« موږ یقینآ په افغانستان کې د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکوو، خو په هغو ټولو خبرو کې چې د امریکا امنیتي ګټې نغښتې وي، موږ متبادل پلانونه هم په پام کې نیسو. ولسمشر ویلي چې د سولې په خبرو کې د ښې نتیجې هیله لري، خو هغه به بده معامله ونه مني، ولسمشر دا مني چې موږ په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه کې حیاتي ګټې لرو نو موږ به هر هغه کار وکړو چې د امریکا امنیتي ګټې خوندي شي.»

یاد لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی ټینګار کړی، چې امریکا به د بشري حقونو- په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په شمول د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې قرباني نه کړي او په هیڅ صورت به له دې بریاوو تېر نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، خلیلزاد ډېره هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لار هواره کړي او طالبان د افغانستان د حکومت له چارواکو سره خبرو ته کښېنوي.

دغه چارواکي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته چې پر خلیلزاد یې نیوکې وکړې و ویل، چې امریکا د محب پر څرګندونو کلک اعتراض وکړ، خو په وینا یې دا مسله به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې اغېزمنې نه کړي.

هغه ویلي«موږ دې اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د جګړې په میدان کې جنګېږو، موږ افغانستان ته د ثبات راوستلو لپاره په ګډه کار کوو او هلته په ګډه د تروریزم د ګواښونو پر ضد جنګېږو.»

نوموړي د محب څرګندونو ته په اشارې و ویل«دا د هغې نهیلۍ غبرګون دی چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شامل نه دي. نو دا ضروري ده چې موږ طالبانو ته قناعت ورکړو چې د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته کښېني او سیاسي پروسه پیل کړي.»

یاد امریکايي چارواکي ټینګار کړی، چې هېڅ حل لار او موافقه به تر هغو ګټه ونه کړي چې طالبانو د افغانستان له نفوذ لرونکو خواوو (حکومت او نورو افغانانو) سره نه وي کړې او دا مسله باید په فوري ډول په پام کې ونیول شي.

د هغه په وینا د امریکا متحد ایالتونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د افغانستان له حکومت سره له نژدې سلا مشورې وکړي او پر هغو لارو چارو به غور کوي، چې د دواړو حکومتونو تر منځ اړیکې پرې ښې کېدی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي