کندهار کې ماین چاودنې پنځو ته تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

3 حمل 1398 ساعت 9:42

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د وري دوهمه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په چنار کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان ویلي د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ غړي خپل موټر کې د نوي کال د خوښیو لمانځلو په موخه چېرته روان و، چې د سړک د غاړې اېښي ماین پر چاودنه کړې.

نوموړي ویلي، چې په دغه چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه نور سخت ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 114696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com