پمپیو ته د ابوظبۍ د ولیعهد وړاندیز:

طالب مشران د سولې د خبرو پر مهال و وژنۍ

3 حمل 1398 ساعت 10:04

د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې پر مهال هغه ته د طالب مشرانو د ترور وړاندیز کړی دی.


د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې پر مهال هغه ته د طالب مشرانو د ترور وړاندیز کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولیعهد زاید له دغه وړاندیز څخه د لومړي ځل لپاره د میډل اېست آی خبري سایټ پرده پورته کړې ده.

دغه رسنۍ ویلي ښاغلي زاید دغه وړاندیز د جنورۍ د میاشتې په لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته کړی دی.

یادې رسنۍ ویلي ښاغلي زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو پر مهال له هغه غوښتي، چې طالب مشران بايد د سولې خبرو پر مهال و وژل شي.

راپور پر بنسټ ابوظبۍ ولیعهد هغه ته ویلي، له طالبانو سره سوله او له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به د دې لامل شي، چې دغه هېواد یو ځل بیا هغه پخواني پېر ته ورګرځي، چې پر امریکا په کې برید وشو.

د دې راپور پر اساس دغه وړاندیز هغه عملیاتي طرحې ته ورته دی، چې د امریکا مرکزي استخبارات سي آی اې او پخوانی بلک واټر امنیتي کمپنۍ په ګډه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کال کې د القاعده مشرانو د ترور لپاره کاروله.

میډل اېست آی خبري سایټ ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه وړاندیز څخه ټکان وخوړ خو ځواب یې ورنه کړ.

له دې مضوع څخه پر داسې مهال پرده پورته کېږي، چې تر اوسه پورې امریکايي او طالب مرکچي پلاوي پنځه ځلې پر افغان سوله سره جرګه شوي دي.

د دوی پنځم ځل ناست هم د قطر پلازمېنه دوحه کې وه، چې نېږدې شپاړس ورځې یې دوام وکړ او دواړو لورو په کې د پرمختګونو یادونه کوله، خو کومه پرېکړه یې لاسلیک نه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com