۰

هلمند: د بزګر جشن په مراسمو کې چاودنې ۳۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د بزګر یا دهقان جشن په مراسمو کې چاودنه شوې، چې تر اوسه په کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند: د بزګر جشن په مراسمو کې چاودنې ۳۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د بزګر یا دهقان جشن په مراسمو کې چاودنه شوې، چې تر اوسه په کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه چاودنه نن شنبې د وري ۳ مه شاوخوا ۱۰ بجې هغه مهال شوې، چې د بزګر د ورځې د جشن مراسم وو.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه د یوه اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
چاودنه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې په یوه لوبغالي کې رامنځ ته شوې او دغه مراسمو ته د هلمند لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي وو.

په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، دوه پرلپسې چاودنې په دغه مراسمو کې شوې، خو تر اوسه یې نوعیت او تلفات نه دي معلوم.

سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت او څلور کسه نور وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي.

لښکرګاه ښار د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په ټپیانو کې د ولايتي شورا پخوانی مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهرګل مقبل او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ هم شامل دي.

تر اوسه یې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ارګ په کلکو ټکو دغه برید غندلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، وسله وال تل پر ملکي تاسیساتو، غونډو او عامه ځایونو بریدونه کوي او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوي.

باید و ویل شي، چې د دهقان د ورځې جش هر کال د وري میاشتې په درېیمه د هېواد په نېږدې ټولو ولایتونو کې نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس: هلمند
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي