روسیه:

طالبان له موږ غواړي، چې له امریکا سره د توافقاتو ضمانت یې وکړي

3 حمل 1398 ساعت 14:45

روسي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، طالبان له روسیې غواړي، چې له امریکا سره د دوی د توافقاتو ضمانت وکړي.


روسي رسنۍ  د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، طالبان له روسیې غواړي، چې له امریکا سره د دوی د توافقاتو ضمانت وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنۍ زیاتوي، چې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، پر افغان سوله، د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې د استازو له غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي.

سرچینه وايي، کابلوف تر دغه ناستې وروسته چې په واشنګټن کې تر سره شوې ویلي، طالبان هڅه کوي دا ډاډ تر لاسه کړي، چې روسیه د دوی او امریکا تر منځ د احتمالي توافقاتو ضامن پاتې شي.

که څه هم د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ د ناستې کره جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو په ټول کې دغه ناسته د افغانستان سولې ته ځانګړې شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه غونډې ګډونوالو په یوه خوله د افغان سولې او په دغه هېواد کې د جګړې پرپای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د امریکا د سولې مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د روسیې، چین او اروپايي ټولنې همکاري او همغږي اړینه بللې ده.

کابلوف په دغه غونډه کې دا هم ویل، چې افغانستان به بیا جګړې ته نه ځي، ځکه د سیمې هېوادونه د افغانستان له قانوني حکومت او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com