۰
حامد کرزی:

د افغان سولې په اړه د سترو هېوادونو همکاري اړینه ده

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
پخواني ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن کې د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې استازو تر منځ پر افغان سوله د ګډې ناستې هرکلی کړی دی.
د افغان سولې په اړه د سترو هېوادونو همکاري اړینه ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن کې د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې استازو تر منځ پر افغان سوله د ګډې ناستې هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې استازي له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې واشنګټن کې پر افغان سوله ناسته درلوده، چې پرون جمعه د وري ۲ مه پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ناستې ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې پر تل پاتې سولې او په دغه هېواد کې د جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کاوه.

پخواني ولسمشر کرزي هم د دغه ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د نړۍ د سترو هېوادونو تفاهم او همکاري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم عنصر دی.

د نوموړي پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، چې‌ په افغانستان کې د تل پاتې سولې په راوستو کې د افغانانو تر منځ د همه شموله او ريښتني بین الافغاني مذاکراتو رول حیاتی ګڼي او د هغو پر ملاتړ او تقویت ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي