۰

د افغانستان حاکمیت ته پر درناوي د امریکا، روسیې او چین هوکړه

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د روسیې او چین له استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوو.
د افغانستان حاکمیت ته پر درناوي د امریکا، روسیې او چین هوکړه
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د روسیې او چین له استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد وړمه ورځ واشنګټن کې د روسیې، چین او اورپايي ټولنې له استازو سره ناسته درلوده او په کې یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې د امریکا، روسیې او چین استازو د افغان سولې په اړه پر ګډو هڅو او د افغانستان خپلواکۍ ته پر احترام کولو ټینګار کړی دی.

تر دغه خبرو وروسته خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې په اړه یې د روسیې او چین له استازو سره کتلي او پر دې هوکړه شوې چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوي.

نوموړي زیاته کړې« موږ اعلان وکړ چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لرو، سوله د ټولو افغانانو لپاره غواړو، د داسې یو افغانستان غوښتونکي یو چې هېڅ کله زموږ په وړاندې ګواښ پکې ونه اوسي.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره به ګډې هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، د ناستې ګډونوالو په ټینګار سره و ویل چې د افغانستان خپلواکۍ، تمامیت ارضي او حاکمیت ته پوره درناوی لري.

د دغه ناستې ګډونوالو دا هم ویلي او ټینګار یې پرې کړی، چې افغانانو ته باید دا حق ورکړل شي چې هغوی خپله د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي، او امنیتي راتلونکي‌ په اړه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي