طالبانو فاریاب کې یوه مېرمن ډزو وژلې ده

4 حمل 1398 ساعت 11:04

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو فاریاب ولایت کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو فاریاب ولایت کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده پېښه پرون شنبې د وري ۳ مه د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د کته قشلاق په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله والو طالبانو دغه مېرمن چې څلور ماشومان ترې پاتې دي د دولت سره د همکارۍ په تور په ناتار ډزو وژلې ده.

دوی وایي، طالبانو تر دې وړاندې هم په سرپل ولایت کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې وه، په داسې حال کې، چې پر دوی لګېدلي تورنه بې بنسټ دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 114731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com