کورنیو چارو وزارت وايي، فاریاب ولایت کې یو ځانمرګی بریدکوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه پېښه پرون د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، ځانمرګي، چې چادري یې پر سر وه، غوښتل پر امنیتي ځواکونو برید وکړي، خو له برید وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، په دې پېښه کې دوه پولیس هم سربېرن ټپیان شوي، خو نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
جمهورخبري آژانس:کابل