۰

افغان حکومت د الماني ځواکونو د ماموریت له تمدیده هرکلی وکړ

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
د ملي امنیت شورا او اجرائیه ریاست د المان له خوا په افغانستان کې د الماني ځواکونو د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ او دا یې خپل دوست او ستراتېژیک هېواد وباله.
افغان حکومت د الماني ځواکونو د ماموریت له تمدیده هرکلی وکړ
د ملي امنیت شورا او اجرائیه ریاست د المان له خوا په افغانستان کې د الماني ځواکونو د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ او دا یې خپل دوست او ستراتېژیک هېواد وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا څخه نن یکشنبې د وري ۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان دولت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دوست هېواد آلمان فدرالي جمهوریت د سرتېرو د حضور تمدید اړوند وروستی سټراټېژيک تصمیم ستايي.

خبرپانه زیاتوي، آلمان په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د روزنې، مشورې او له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې برخه کې دوامداره همکارۍ درلودې.

د ملي امنیت شورا دفتر په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانان د آلمان دولت او خلکو د ملاتړ څخه قدرداني کوي.

په ورته وخت کې اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د المان له دغه اقدام څخه هرکلی او ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې الماني ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو، په روزنه، مشورې او ملاتړ کې ګټور کارونه تر سره کړي دي.

اجرائیه ریاست المان د افغانستان یو له ستراتېژیکو دوستانو بللی، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د بیارغونې په چارو کې یې مهم رول لوبولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي