۰
عمرداودزی:

که طالبان د سولې په جرګه کې ګډون کوي هرکلی یې کوو

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د سولې عالی شورا د دارالاانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، که وسله وال طالبان غواړي، چې د سولې په تړاو جوړېدونکې لویه جرګه کې ګډون وکړی، هرکلی یې کوو.
که طالبان د سولې په جرګه کې ګډون کوي هرکلی یې کوو
د سولې عالی شورا د دارالاانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، که وسله وال طالبان غواړي، چې د سولې په تړاو جوړېدونکې لویه جرګه کې ګډون وکړی، هرکلی یې کوو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي چې نن یکشنبې د وري ۴ مه کابل کې د سولې په تړاو یوې مشورتي غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د سولې په اړه جرګه به د راتلونکې غوايي (ثور) میاشتې په ۹ مه نېټه ښايي جوړه شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس و ویل، چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۲ زره  او پنځه سوه کسان به په کې د ټول افغانستان په کچه ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې ډلې ۱۷۵۰ کسان به د ولسوالیو او ولایتونو د مرکزونو استازي او پاتې نور به یې د دولتی او غیري دولتي ټولنو استازي وي.

هغه و ویل، چې دا مهال د سولې د مشورتي جرګې لپاره چمتوالی روان دی او ان پر دې هم په کې خبرې کېږي، چې دغه جرګې ته طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي.

د هغه په وینا تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې، چې طالبان به ورته راوبلل شي که نه خو په وینا یې که طالبان په دې جرګه کې ګډون کول غواړي دوی یې هرکلی کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي