۰

کابل کې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخ ته چاودېدونکي توکي کشف شوي

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۳
پولیسو تایید کړې، چې پلازمېنه کابل کې یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي د دروازې مخکې ته د امنیتي ګواښ او چاوېدونکو توکو د اېښودو راپور تر لاسه کړی دی.
کابل کې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخ ته چاودېدونکي توکي کشف شوي
پولیسو تایید کړې، چې پلازمېنه کابل کې یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي د دروازې مخکې ته د امنیتي ګواښ او چاوېدونکو توکو د اېښودو راپور تر لاسه کړی دی.

لومړی داسې راپورونه خپاره شول، چې د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یاد ښوونځي مخې ته یو شکمن موټر درلول شوی چې ښايي چاوېدونکي توکي په کې اېښودل شوي وي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پولیسو په یاده سیمه کې د امنیتي ګواښ د راپور تر لاسه کېدو وروسته په سیمه کې یوه بشکه چې ښايي چاودېدونکي توکي په کې وي کشف کړې ده.

نوموړي و ویل، چې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او د ماین شنډولو ډله سیمې ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې د یاد ښوونځي مدیر شریف خان وايي، د ښوونځي دروازې مخې ته یو شکمن موټر درول شوی و، چې پولیسو پرې پلټنې کړې خو څه په کې موندل شوي نه دي.

نوموړي په یاده سیمه کې د بوشکې د کشف او تر لاسه کولو په اړه معلومت ورنه کړل.

جممهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي