هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې

5 حمل 1398 ساعت 9:29

هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده.


هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټایمز انډیا ورځپانې ویلي دغه پاکستانۍ الوتکه د دواړو هېوادونو پر پوله راغوځول شوې ده.

د هند استخباراتي چارواکو ویلي، چې هندي ځواکونه له پاکستان سره تر کړکېچ وروسته د تیارسۍ په حال کې دي او هره شېبه د پاکستان تحرکات او سرغړونې څاري.

دوی ویلي، چې پرون د پاکستان شپږ بې پیلوټه الوتکې د هند خاورې ته د ننه شوې وې، چې یوه ترې ویشتل شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم هندي چارواکو سري نګر کې د پاکستان د دوه بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com