ننګرهار کې د داعش پنجابی قوماندان وژل شوی دی

5 حمل 1398 ساعت 11:59

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو پاکستانۍ قوماندان چې د پنجاب اوسېدونکی دی، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو پاکستانۍ قوماندان چې د پنجاب اوسېدونکی دی، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه داعشي قوماندان اسلم فاروقي نومېږي او د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلم فاروقي تېره شپه (د وري ۴مه) د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

خوږیاڼی وایي، اسلم فاروقي په اچین ولسوالۍ کې د داعش قوماندان و او په دغه برید کې د نورو داعشیانو تر څنګ د هغوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ چارواکو هم د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښته کې د ۱۶ داعشیانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 114769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com