۰
ولسمشرغني:

ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ ماته ګواښ دی

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال د پرانستې په مراسمو کې و ویل، چې په ښونځیو کې له ښوونکو او زده کوونکو سره تاوتریخوال د منلو وړ نه دی.
ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ ماته ګواښ دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال د پرانستې په مراسمو کې و ویل، چې په ښونځیو کې له ښوونکو او زده کوونکو سره تاوتریخوال د منلو وړ نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نن دوشنبې د وري ۵ مه په ارګ کې د زنګ په وهلو سره د نوي ښوونیز ۱۳۹۸ کال پیل وکړ.

ولسمشر و ویل، چې حکومت د پوهنې د وضعیت د تغیر لپاره عملي اقدامات په نظر کې نیولي دي او همدې اقداماتو ته په کتو به د ښوونکو او زده کوونکو د ظرفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملي اقداماتو عمده اهداف د معارف د نصاب ‌ښه کول، د کتابونو د کیفیت بهتري، د تدریسي کتابونو د شمیر لوړول، قابلیت محوري، د ښونځیو ودانۍ جوړول او د یوویشتمې پیړۍ له غوښتنو سره سمې زده کړې دي.
ولسمشر وايي، د پنځو کلونو په جریان کې به ټول ښوونکي د لوړو زده کړو لرونکي وي او دغه راز به سږ کال ټولو ښونځیو ته پوره درسي کتابونه ورکړل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه«په دغه موده کې تقریباً ۱۰۰ زره څوارلسم پاس به د خدمت په جریان کې د لیسانس سند تر لاسه کوي، د ۵۷زره په شااوخوا کې نور د دولسم پاس ښوونکي به د خدمت په جریان کې حد اقل خپل تحصیلات تر څوارلسم ټولکي پوري ورسوي، د دغه پنځه کلنې برنامې لومړۍ مرحله پیل شوې او سږ کال به زرګونه ښوونکي‌ ورڅخه استفاده وکړي.»

د هغه په وینا لس نیم میلیونه درسي کتابونه چاپ شوي‌ او د ۳۷ میلیونو نور چاپولو تداروکاتي چارې رواني‌ دي چې هغه به هم ډېر ژر چاپ شي.

دغه راز ولسمشر غنی دا هم و ویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د ۲۷۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه بشپړه شي او میلیونه زده کوونکي به جذب شي.

بل خوا ولسمشر غني په خپلو خبرو کې چې نور باید ښوونکي او د زده کوونکو ولالدین په ښونځیو کې د خپلو ماشومانو د پوره مصوونیت احساس ولري.

ولسمشر و ویل«په ښوونځیو کې نه له زده کوونکو او نه له استادانو سره خشونت د تحمل وړ دی، والدین باید په مکتبونو کې د خپل اولاد د پوره مصونیت احساس ولري، موږ سږ کال د دې وضعیت د تغیر لپاره عملي اقدامات په نظر کې لرو، د شاګرد ځورول یا د ناحقه نومرو د اخیستلو لپاره د استاد تهدیدول باید، زموږ په مکتبونو کې ختم شي، هر څوک چې استادان او د معارف غړي تهدیدوي، شخصا‌ً ما تهدیدوي او دا ماته د منلو وړ نه ده.»

ښاغلي غني د دغه ستونزې د مخنیوي په برخه کې د ولس او په ځانګړې توګه د امنیتي ارګانونو همکاري له معارف سره اړینه وبلله.

بل خوا ولسمشر غني د ښارجوړنې او ارضۍ ادارې ته درې میاشت ضرب العجل وټاکه، چې د ښوونکو د استوګنې ستونزه هواره کړي.

نوموړي و ویل، چې په دې برخه کې د ځمکې د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شوې او لا هم کار پرې روان دی، چې دغه ستونزه په مکمل ډول حل او ښوونکو ته نمرې ورکړل شي.

ولسمشر د ښوونکو د معاشونو د لوړ والي په اړه چې د پوهنې د سرپرست وزیر وړاندیز هم و و ویل، چې په دغه طرحه هم کار روان دی، خو په وینا یې بدبختانه چې د ملي عوایدو په ټولنه کې فساد روان دی او په سمه توګه نه ټولېږي.

نوموړي و ویل، چې د غوایدو څخه غلا د ښوونکي څخه غلا ده او د دغه کار د مخینوي لپاره یو ملي حشر ته اړتیا ده تر څو د فساد مخه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي