عبدالله او موګریني د سولې پروسه کې د افغانستان د تېرو لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ

6 حمل 1398 ساعت 10:18

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله او د اروپايي ټولنې ډ بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني د سولې په پروسه کې د افغانستان د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله او د اروپايي ټولنې ډ بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني د سولې په پروسه کې د افغانستان د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن موګریني نن سه شنبې د وري ۶ مه کابل ته په یوه سفر راغلې او د افغان حکومت له اجرائیه رییس سره یې وکتل.

دوی دواړو د رسنیو پر وړاندې خبرو کې د سولې په پروسه کې د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې سوله د افغان حکومت د افغان ولس لومړیتوب دی.

ډاکتر عبدالله و ویل، د سولې مساله خورا مهم او افغان ولس تمه لري، چې اروپايي ټولنه به په دې پروسه کې له افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې تامین باید د افغانستان د بېرته شا تګ په مانا نه وي، بلکې د هېواد یوالۍ او د افغان ولس قربانۍ په کې وساتل شي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني و ویل، چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د سولې په برخه کې ګډو همکاریو ته چمتو ده او دغه پروسه یوازې د افغانستان پر ولس او دولت پورې تړلې بولي.

نوموړې هم ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه کې باید د افغانستان اساسي قانون او د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او ښکېلې غاړې باید دغه ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.

مېرمن موګریني د سولې روانه پروسه یو ښه فرصت وباله، چې وکولی شي په افغانستان کې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېښودل شي او امنیت خوندي شي.

باید و ویل شي، چې اغلې موګریني به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري او دواړه به په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com