۰

عمران خان بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره دې موقت حکومت رامنځ ته کړای شي.
عمران خان بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره دې موقت حکومت رامنځ ته کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون دوشنبې د وري ۵ مه یو ځل بیا د باجوړ په قبایلي سیمه کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغان سولې د ټنګښت لپاره د موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.

عمران خان نه یوازې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې بلکې پر افغان حکومت یې دا تور هم پورې کړی، چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي ویلي، چې طالبانو د سولې لپاره چمتو دي، خو افغان حکومت په دې پروسه کې ستونزې جوړوي او نه غواړي چې سوله وشي.

عمران خان دا هم ویلي، چې د افغان حکومت د نیوکو له امله دوی وړاندې هم ویل ځل له طالبانو سره یوه ناسته له لاسه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزیر په قطر کې د طالبانو او امریکا تر وروستیو خبرو څو ورځې وروسته هم په باجوړ کې یوې غونډې ته ویلي و، چې ډېر ژر به په افغانستان کې سوله ټینګه او داسې یو حکومت به رامنځ ته شوي، چې ټولې ښکېلې غاړې په کې خپل ځان و ویني.

نوموړي هغه مهال هم ویلي و، چې له طالبانو سره د سولې لپاره د موقت حکومت رامنځ ته کول اړین دی تر څو طالبان هم په کې برخه واخلي.

افغان حکومت د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکنی خبرې یې د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي