۰
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشره:

سولې ته ښه فرصت دی، لومړی باید اوربند بیا له افغان حکومت سره خبرې وشي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۸
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني وایي، په افغانستان کې د سولې ښه فرصت رامنځ ته شوی او د تل پاتې سولې لپاره لومړی اوربند او بیا له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو ته اړتیا ده.
سولې ته ښه فرصت دی، لومړی باید اوربند بیا له افغان حکومت سره خبرې وشي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني وایي، په افغانستان کې د سولې ښه فرصت رامنځ ته شوی او د تل پاتې سولې لپاره لومړی اوربند او بیا له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې موګریني چې نن سه شنبې د وري ۶ مه کابل ته راغلې دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړې و ویل، چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي او د تل پاتې او داسې سولې غوښتونکې ده، چې ۴۰ کلنې جګړې پای ومومي او افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

هغې زیاته کړه، چې دا د افغانانو په خپل لاس کې ده، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او د سولې لپاره باید داسې شرایط برابر شي، چې مثبتې پایلې ولري.

مېرمن موګریني و ویل«موږ د سولې په برخه
مېرمن موګریني و ویل«موږ د سولې په برخه کې له تاسو سره یو همکارۍ به مو داوم ولري، د سولې لپاره اوس ښه فرصت برابر شوی، خو د سولې لپاره باید لومړی اوربند او بیا طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي، له طالبان د خبرو لپاره باید یو ټیم جوړ شي او د سولې پروسه باید افغاني تر څو په راتلونکې کې له مخالفتونو مخنوی وشي، دا حیاتي خبره ده، د ۱۸ کلنو لاس ته راوړنو ساتنه باید وشي، د سولې په پروسه کې د نورو نړیوالو لوبغاړو لکه امریکا، روسیه، چین، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ګډون هم مهم دی.»
کې له تاسو سره یو همکارۍ به مو داوم ولري، د سولې لپاره اوس ښه فرصت برابر شوی، خو د سولې لپاره باید لومړی اوربند او بیا طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي، له طالبان د خبرو لپاره باید یو ټیم جوړ شي او د سولې پروسه باید افغاني تر څو په راتلونکې کې له مخالفتونو مخنوی وشي، دا حیاتي خبره ده، د ۱۸ کلنو لاس ته راوړنو ساتنه باید وشي، د سولې په پروسه کې د نورو نړیوالو لوبغاړو لکه امریکا، روسیه، چین، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ګډون هم مهم دی.»

نوموړي زیاته کړه، چې د اروپايي ټولنې اجنډا یوازې او یوازې په افغانستان کې امنیت، سوله او د دغه هېواد په خپلو پښو درېدل ځکه د افغانستان په سوله او ثبات پورې د سیمې او نړۍ امنیت تړلی دی او دا د اروپايي ټولنې لپاره خورا مهم دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې له افغانستان سره د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې دغه ټولنه په افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوي او د ټاکنو له لارې د واک لېږد غواړي.

فدریکا موګریني د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم وباله او ویې ویل، چې د دغه هېواد له چارواکو سره یې پرون په اسلام آباد کې مفصلې خبرې کړې او هغوی د اورپايي ټولنې له هغه طرحې، چې د جینوا په کنفرانس کې یې وړاندې کړې وه هرکلی او ملاتړ وکړ.

هغې و ویل کېدای شي اورپايي ټولنې د سولې پروسه کې د ضمانت کوونکي په توګه په نظر کې ونیول شي او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان سره به د دغه ټولنې هراړخیزه همکارۍ او مرستې دوام ولري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګیرني ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او له دغه فرصت څخه باید ګټه واخستل شي او د سولې خبرې پیل شي.

د نوموړې په وینا اروپايي ټولنه نه غواړی یوازې د سولې پروسې نندارچي وي بلکې غواړي دغه پروسه مثبتې پایلې ولري او پر مټ یې افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي