ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې دوه غیر مسوول وسله وال نیولي

6 حمل 1398 ساعت 13:37

کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو قطعې ننګرهار ولایت کې دوه تنه غیر مسوول وسله وال له لسګونه میله وسلو او تجهیزاتو سره نیولي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو قطعې ننګرهار ولایت کې دوه تنه غیر مسوول وسله وال له لسګونه میله وسلو او تجهیزاتو سره نیولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه دوه غیر مسوول وسله وال تېره شپه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي یادو ځواکونو په بهسود ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د نظام الدین او وزیر الدین په نومونو دوه غیر مسوول وسله وال ونیول.

سرچینه کاږي، چې له دې کسانو څخه ګڼې وسلې او نور نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شویو کسانو په ډېرو قتلونو، انسان تښتونو او وسله والو غلاو کې لاس درلود، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114808

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114808/

جمهور
  https://www.jomhornews.com