سرچنې:

په قطر کې د طالبانو او امریکا بیا ځلي خبرې ځنډېدلې دي

6 حمل 1398 ساعت 13:48

په قطر کې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دوحه کې د دوی او امریکا د مرکچي پلاوي تر منځ بیا ځلي خبرې ځندېدلې دي.


په قطر کې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دوحه کې د دوی او امریکا د مرکچي پلاوي تر منځ بیا ځلي خبرې ځندېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو یوه لوړ رتبه سرچینې خبریال ویب پاڼې ته ویلي، چې د دغه خبرو د ځنډ لامل تر اوسه نه دی معلوم.

سرچینه زیاته کړې د قطر د تېر ځل په خبرو کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ پرېکړه شوې وه، چې د مارچ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به یو ځل بیا خبرې پیلوي.

خو په وینا یې دم ګړۍ دا خبرې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې دي او لا یې د ځنډ دقیق علت نه دی معلوم.

باید و ویل شي، چې امریکا او طالبانو د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۵ مه په قطر کې خبرې پیل کړې وې، چې شپاړس ورځې یې دوام وکړ.

که څه هم دواړه لوري په هغه خبرو کې کومې پرېکړې او د کوم توافق لاسلیک ته ونه رسېدل خو دواړو لورو په خبرو کې له پرمختګ څخه یادونه کړې وه.

دوی ویلي و، چې په ځینو مواردو کې د توافق تر حد رسېدلی او د پاتې موضوعاتو پر سر به بیا سره جرګه کېږي، خو اوس ویل کېږي چې دغه خبرې ځنډېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114809

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114809/

جمهور
  https://www.jomhornews.com