۰

خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون ۷ هېوادونو ته سفر پیل کړی دی

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون ۷ هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.
خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون ۷ هېوادونو ته سفر پیل کړی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون ۷ هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد پرون سه شنبې د مارچ ۲۵ مه دغه سفر پیل کړی دی.

دغه وزارت وايي، د خلیلزاد دا سفر به د اپریل تر ۱۰ پورې دوام ولري او نوموړی به افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه هېوادونو ته د خلیلزاد د سفر موخه په افغانستان کې د سولې د هلوځلو په لړ کې د افغانانو ترمنځ د هراړخیزو خبرو لپاره د ټولو افغان خواوو رایوځای کول دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې زلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغان د حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه وږغېږي او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به له افغان مشرانو سره د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه سلا مشورې وکړي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې خلیلزاد به د امریکا له متحدو او شریکو هېوادونو سره د سولې د خبرو د حالت او په افغانستان کې له سولې او پرمختګ سره د نړیوالېټولنې پر دوامدارو ژمنو او همغږۍ خبرې وکړي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د سفر خبر ورکړی خو دا یې نه دي ویلي، چې لومړی کوم هېواد ته ځي او له طالبانو سره په قطر کې د خبرو بل پړاو به کله شروع کېږي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو بیا سفر پیل کړی، چې پرون قطر کې ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي و، چې امریکايي پلاوی له دوی سره د خبرو بل پړاو د نامعلوم دلیل له امله ځنډولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي