۰
زلمی خلیلزاد:

د عمران خان وروستۍ څرګندونې رغنده نه دي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د عمران خان وروستۍ څرګندونې رغنده نه دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې غونډې پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.

عمران خان ویلي د افغانستان د ستونزې یوزاینې حل لار دا ده، چې موقت حکومت رامنځ ته تر چې طالبان هم په کې ګډون وکړي.

هغه پر افغان حکومت دا تور هم پورې کړی و، چې ګنې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ او د دوی او طالبانو یوه ناسته د افغان حکومت د نیوکو له امله پسخه شوه.

د عمران خان دغه څرګندونو نه یوازې د افغان حکومت، سیاسیونو او عامو افغانانو غبرګون راپارولی، بلکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې د عمران خان دا ډول څرګندونې رغنده او ګټورې نه دي.

خلیلزاد پر خپل ټوټېر لیکلي، په ‌داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده همکاري کړې، د عمران خان څرګندونو بیا دا ډول اغېز نه درلود.

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا د افغانستان راتلونکی د افغانانو لپاره دی او یوازې هغوی یې په اړه پریکړه کوي او د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغان په خپلو کې راټولېدو ته وهڅوي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې له اسلام آباد خپل سفر راغوښتی او کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر یې احضار کړی او کلک اعتراض یې ورته کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د پاکستان د لاس‌وهنې د پالیسۍ او د افغانستان ملي حاکمیت او د خلکو ارادې ته د نه درناوي یوه څرګنده بېلګه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي