۰
پاکستاني سیاستوال:

عمران خان د جنرالانو نوکر دی، غواړي پر افغانانو د طالبانو موقف وتپي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
په افغانستان کې د موقت حکومت د وړاندیز په اړه د عمران خان څرګندونې نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې هم په کلکه غندل شوې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
عمران خان د جنرالانو نوکر دی، غواړي پر افغانانو د طالبانو موقف وتپي
په افغانستان کې د موقت حکومت د وړاندیز په اړه د عمران خان څرګندونې نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې هم په کلکه غندل شوې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر وتلي پاکستاني سیاستوال وايي، عمران خان د پوځ او استخباراتو نو کر دی او غواړي پر افغانانو د طالبانو موقف ور وتپي.

پاکستاني سیاستوال وايي، د عمران خان څرګندونې د پوځ څرګندونې دي او دا ټولو ته معلومه ده، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې څه غواړي او د چا حکومت غواړي.

دوی ویلي عمران خان له واک تر لاسه کولو وړاندې هم په پاکستان کې د ننه د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر جوړېدو وړاندیز کړی و او اوس هم همغه پالیسي پالي، چې د پاکستان پوځ یې لري.

یو شمېر پاکستاني سیاستوالو د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکار لاسوهنه بللې او پر عمران خان یې غږ کړي، چې ګاونډي هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای دې خپل هېواد سمبال کړي.

پخواني سناتور او وتلي سیاستوال افراسیاب خټګ د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې په ټوېټر لیکلي عمران خان د طالبانو موقف په افغانانو ورتپي او غواړي د طالبانو غوښتنه چې د موقتي حکومت په اړه یې کړې وه، پوره شي.

ښاغلي خټک په یوه بل ټوېټ کې ویلي، چې د عمران څرګندونې له شکه پرته د افغانستان په ملي حاکمیت ښکاره تېری او د افغانانو د مختلفو خواو ترمنځ خبرو ته سپکاوی دی.

د پښتون تحریک اساس ایښودونکی غړي محسن داوړ هم په خپل ټویټر د خان څرګندونې د افغانستان په ملي حاکمیت تیرې بللی دي.

داوړ په خپل ټوېټر لیکلي، د سیمې د امنیت او خوشحالۍ لپاره پکار ده چې هېوادونه د یو بل د ملي حاکمیت درناوی وکړي!

د دغه غورځنګ یو بل غړي او د پاکستان د پارلمان استازي علي وزیر په خپل ټویټر لیکلي د عمران خان دا خبره چې په افغانستان کې دې موقتي حکومت جوړ شي، د غندلو وړ خبره ده، دا د ګاونډي ملک پر وړاندی یو ډیر ناوړه ډپلوماتیک دریځ دی.

د پیښور یو بل سیاسي مبصر پروفیسر اسماعیل په خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان دې د خپل ملک غم وخوري، خپل ملک سمبالولی نه شي او ګاونډي افغانستان ته مشورې ورکوي.

هغه وړاندې لیکلي« دا کس د جرنالانو په نوکرۍ کې هر څه کولی شي، د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله د زغملو نه ده.»

په پاکستان کې خبریالې نایله عنایت د عمران خان نه پوښتي چې اخیر د افغانستان نه څه غواړي.

هغه لیکي«د عمران خان د افغانستان د موقتي حکومت په اړه څه خبره ده؟ داسې خو نه ده چې هغه اوس د نوي پاکستان نه وروسته نوی افغانستان صدراعظم جوړیدول غواړي؟»

باید و ویل شي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دا دوهم ځل دی، چې په افغانستان کې د یوه موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي