۰

زابل کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې ده

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې پنځو تنو وسله وال طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې ده
سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې پنځو تنو وسله وال طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۷ مه سهار مهال د مرکز کلات او شینکۍ ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې ده.

د شینکۍ ولسوال امیر جان الکوزی وايي، طالبانو پر دغه لار ماین اېښود، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې او درې طالبان یې وژلي دي.

د هغه په وینا په دغه چاودنه کې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي