کاپیسا کې یو تن خپل ورور وژلی دی

7 حمل 1398 ساعت 14:19

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د کورنۍ ستونزې له امله یو تن پر خپل ورور ډزې کړې او وژلی یې دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د کورنۍ ستونزې له امله یو تن پر خپل ورور ډزې کړې او وژلی یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د تهي پشته جمالاغه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش وايي، د دغه دواړو وروڼو تر منځ پر ځمکه دعوا وه، چې بالااخره په نښته اوښتې او یو تن یې وژل شوی دی.

د هغه په وینا قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو او د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 


د مطلب کود: 114845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com