۰
بلوچ مشران:

پاکستان کې پر بلوچانو د پوځ ظلم اوج ته رسېدلی، ملګري ملتونه یې باید غور وکړي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۴
افغان بلوچان وايي، پاکستان کې د بلوچستان پر بلوچو د پاکستاني حکومت ظم اوج ته رسېدلی او ملګري ملتونه باید د بلوچستان د آزادۍ لپاره لاس په کار شي.
پاکستان کې پر بلوچانو د پوځ ظلم اوج ته رسېدلی، ملګري ملتونه یې باید غور وکړي
افغان بلوچان وايي، پاکستان کې د بلوچستان پر بلوچو د پاکستاني حکومت ظم اوج ته رسېدلی او ملګري ملتونه باید د بلوچستان د آزادۍ لپاره لاس په کار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بلوچانو نن چهارشنبې د وري ۷ مه د پاکستان د پوځ له خوا د بلوچستان د اشغال د ۷۱ مې کلیز لپاره کابل یوه غونډه جوړه کړې وه.

دغه غونډه چې د بلوچستان توره ورځ نومول شوې وه په کې بلوچ مشرانو و ویل، چې په پاکستان کې پر بلوچانو د پوخ او استخباراتو له خوا سخت ظلم روان دی.

دوی ویل چې د پاکستان له رامنځ ته کېدو یو کال وروسته د ۱۹۴۸ د مارچ په ۲۷ مه پاکستاني پوځ په بلوچستان خېټه واچوله او تر اوسه یې تر خپل سیوري لاندې پرې ظلمونه روان کړي دي.

د افغانستان د بلوچانو شورا رییس عبدالستار پردلي وايي، د پاکستان پوځ له تېرو ۷۱ کلونو راهیسې پر بلوچانو ډول ډول ظلمونه روان کړي دي.

هغه زیاته کړه«د پاکستان پوځ د زرګونو بلوچانو د وژلو تر څنګ ۴۸ زره نور نیولي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.»

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان پوځ د بلوچستان ټول کانونه او اقتصادي سرچینې چور کړې او د زده کړو دروازه یې د بلوچانو د اولادونو پر مخ تړلې ده.

ښاغلي پردلي وايي، د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول پوځ نه غواړي، چې د بلوچانو نسل زده کړې ولري او یا یې هم اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.

پردلي په دې برخه کې پر ملي او نړیوالو بنسټونو هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې دوی د پاکستان د پوځ روان ظلم په خپلو سترګو ویني خو پر وړاندې یې غږ نه اچتوي.

دغه راز د بلوچانو د ټولني شورا رییس شېرآغا بلوچ هم ورته څرګندونې درلودې او ویل یې، چې هر کال زرګونه بلوچان د پاکستان د پوځ له خوا وژل کېږي، خو هېڅ هېواد او هېڅ یو ملي او نړیوال بنسټ د پاکستان د پوځ دغه ظم او جنایت محکوم نه کړ او یوازې ننداره یې کوي.

جمهورخبري آژانس:محمدرقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي