۰
کابل کې د امریکا سفیر، عمران خان ته!

د کرکټ ځینې تخنیګونه سیاست کې کار ورکوي خو ځینې یې نه ورکوي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۵
کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي د کرکټ ځینې تخنیکونه په سیاست کې کار ورکوي، خو ځینې یې بیا نه ورکوي.
د کرکټ ځینې تخنیګونه سیاست کې کار ورکوي خو ځینې یې نه ورکوي
کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي د کرکټ ځینې تخنیکونه په سیاست کې کار ورکوي، خو ځینې یې بیا نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان وړمه ورځ اسلام آباد کې د یوې غونډې پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی و او دا یې د افغان ستونزې د حل یوه لار بللې وه.

خان پر افغان حکومت دا تور هم پورې کړی و، چې د ده په وینا د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي او ان د افغان حکومت د مخالفت له امله د دوی او طالبانو تر منځ یوه غونډه هم لغوه شوه.

د عمران خان دغه څرګندونې نه یوازې د افغان حکومت او ولس له خوا وغندل شوې بلکې خپله پاکستان کې هم پرې نیوکې وشوې او ان امریکا هم ورته غبرګون وښود.

افغان حکومت خو ان له پاکستانه خپل سفیر عاطف مشعل راوغوښت او کابل کې یې د پاکستان مرستیال سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

وتلو پاکستاني سیاستوال هم د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ویې ویل، عمران خان خپل هېواد سمبالولی نه شي، خو ګاونډي ته بیا مشورې ورکوي.

پاکستاني سیاستوالو عمران خان د پوځ استخباراتو نوکر بللی او ویلي یې دي، هغه هڅه کوي، چې د طالبانو موقف پر افغانانو وتپي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم دی، خو د عمران خان څرګندونې رغنده نه دي.

خلیلزاد دا هم ویلي و، چې د افغانستان برخلیک په افغانانو پورې اړه لري او نړیوال یوازې په دغه هېواد کې د سولې د ټنګښت هڅې باید وکړي.

تر خلیلزاد وروسته کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم د عمران خان دغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د پېغور په شکل یې ورته لیکلي، چې د کرکټ ځینې تخنیکونه په سیاست کې کار ورکوي، خو ځینې یې بیا نه ورکوي.

جان بس زیاته کړې، چې د افغانستان د برخلیک ټاکل د افغانانو داخلي مساله ده.

نوموړي په دې ټوېټ کې د بال ټيمپر اصطلاح کارولې، د کرکټ په ژبه هغه حالت ته وايي، چې په کرکټ کې ځينې وخت د بالینګ سايډ لوبغاړي پټ پټ بال د نوک په واسطه خرابوي، تر څو تاو شي او ښه مېډل نه شي.

له دغه غبرګونونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان صدراعظم د سیاسي پخلاینې د روانو هڅو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې شخصآ لیوالتیا ښودلې او دا نه باید د پاکستان مخلصانه هڅې تر پوښتنې را ولي او د دغه بهیر په حساس پړاو کې ورڅخه ناسم تعبیر وانه خیستل شي او د ناسم پوهاوي سبب نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي