۰
ډاکتر عبدالله:

پاکستان د افغانستان ته برخلیک نه ټاکي، پر طالبانو د فشار راوړي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، هېڅ هېواد حق نه لري، چې د افغانستان لپاره برخلیک وټاکي.
پاکستان د افغانستان ته برخلیک نه ټاکي، پر طالبانو د فشار راوړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، هېڅ هېواد حق نه لري، چې د افغانستان لپاره برخلیک وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن چهارشنبې د وري ۷ مه کابل کې له خبریالانو سره خبرو کې و ویل، چې افغانستان له پاکستان یوازې دا غواړي، چې د سولې په برخه کې ريښتینې همکاري وکړي، پر طالبانو فشار راوړي نه دا چې د افغانستان د برخلیک په اړه څرګندونې وکړي.

ښاغلي عبدالله و ویل، چې د عمران خان څرګندونې هر کس او ډلې ته د منلو نه دي، ځکه د افغانستان د خلکو ټولې قربانۍ د خپلې آزادۍ او خپل برخلیک د ټاکلو لپاره دي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان باید دې پایلې ته رسېدلی وي، چې د افغانستان برخلیک خپله افغانان ټاکي هغه ولس چې له ټولو سره په سوله کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې، چې افغان حکومت د ديپلوماتیکو لارو د عمران خان څرګندونو ته ځواب ورکړی او خپل سفیر یې د مشورې لپاره له دغه هېواد څخه راغوښتی دی.

ده وو یل«موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې د همکارۍ او پر طالبانو د فشار راوستلو غوښتنو یو، نه دا چې د افغانستان د برخلیک په اړه څرګندونې وکړي.»

د عبدالله په وینا سوله او ټاکنې د افغان ولس او افغان حکومت لپاره دوه مهمې پروسې دي، چې په دواړ برخو کې جدي هڅې روانې دي.

دی وایي، افغان حکومت ټاکنو ته ژمن دی او د ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي، چې په ښه توګه دغه پروسه مدیریت کړي.

نوموړي د سولې په اړه و ویل، چې په دې برخه کې هیله دا ده، چې افغان حکومت او افغان ولس په یوه غږ پورته شي او سوله په هېواد کې ټینګه شي.

ښاغلي عبدالله و ویل«حکومت د یوه ټول شموله پلاوي د تشکیل په هڅه کې دی، تر چې طالبانو ته نوره پلمه پاتې نه شي او د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي، هغو تر اوسه د سولې د خبرو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.»

هغه زیاته کړه، چې د امریکا او د طالبانو د پلاوو تر منځ خبرې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکولو، د بهرنیو ځواکونو پر شتون، اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو راڅرخي.

خو په وینا یې ريښتینې سوله به هغه مهال راځي، چې افغان ولس او افغان حکومت له طالبانو سره توافق ته ورسېږي، خکه تر چې دا کار نه وي شوی طالبان به هېڅ کله له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي او نه به هم پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس موقت حکومت په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې و ویل، چې موقت حکومت بېرته شا ته ګرځېدل دی او د هېواد ستونزه نه شي حل کولی.

خو په خبره یې که د سولې خبرې پایله ورکړي او مذاکره کوونکي اړخونه په یوه داسې توافق ورسېږي، چې د افغان ولس لپاره د منلو وي، په هغه صورت کې کېدای شي، پر یوه ټول شموله چوکاټ خبرې او مذاکرات وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي