د افغانستان ملي امنیت شورا یو ځل بیا په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه غونډه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن چهارشنبې د وري ۷ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوي پر جدې پلان جوړونې ټینګار شوی او په دې برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښوونې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل