هند سټلایټ ضد توغندی ازمویلي، خو پاکستان یې خواشنی کړی دی

8 حمل 1398 ساعت 8:58

هند خپل فضایي حریم ته د پېښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د سټلایټ ضد توغندي ازموینه په بریالۍ توګه تر سره کړې، خو دغه کار یې پاکستان سخت خواشنی کړی دی.


هند خپل فضایي حریم ته د پېښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د سټلایټ ضد توغندي ازموینه په بریالۍ توګه تر سره کړې، خو دغه کار یې پاکستان سخت خواشنی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هند پرون چهارشنبې د وري ۷ مه اعلان وکړ، چې دغه توغندي یې به بریالۍ توګه ازمویلي او لومړي وزیر نریندرا مودي یې ستاینه وکه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا د ټولو هندیانو لپاره یو غوره خبر دی او په دې سره له امریکا، روسیې، او چین وروسته هند څلورم هېواد دی، چې دا ډول سټلایټ لري.

هندي چارواکو ویلي دا سټلایټ په ۳۰۰ کیلومتره واټن کې بل سټلایټ ویشتلی شي او دا د دښمن پر مخ یو زورور ګذرا دی.

خو د هند له خوا د دغه سټلایټ ازمویولو پاکستان سخت خواشنی کړی او ویلي یې دي، چې دا د جګړې اور ته د لمن وهلو په مانا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، فضا د انسانانو یو شریک میراث دی او هر ملت ته په کار ده چې له داسې هلو ځلو ډده وکړي چې وسلوالې سیالۍ ته وده ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com