۰

د چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۱۳ قزاقستاني سرتېري وژل شوي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د تمرین پر مهال لوېدلې او په کې ۱۳ سپاره سرتېري وژل شوي دي.
د چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۱۳ قزاقستاني سرتېري وژل شوي
د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د تمرین پر مهال لوېدلې او په کې ۱۳ سپاره سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه د کسپین سمندرګي له نږدې سیمو پرون والوته او د یاد هېواد په جنوب کې د ژاله ګش په سیمه کې غورځېدلې ده.

قزاقستاني چارواکو ویلي، چورلکه د تمرین پر مهال لوېدلې خو د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د قزاقستان د موقت حکومت مشر قاسم جومارت توقایف پر خپل ټویټر د دې خبر پخلی کړی او په دې اړه یې د پلټونو امر کړی دی.

نوموړي ویلي، په یاده چورلکه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره په غم شریک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي