۰

زابل کې ۷ پولیس وژل شوي دي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۷ پولیس وژل شوي دي.
زابل کې ۷ پولیس وژل شوي دي
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي سرچینې زیاتوي، چې تېره شپه د وري ۷ مه طالبانو د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د سیوري په سیمه کې د افغان ځواکونو پر تاسیساتو بریدونه کړي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو یو مرکز دی، چې تر ۳۰ زیات پولیسو په کې دنده درلوده.

د سرچینې په وینا طالبانو په همدې مرکز برید کړی، چې په کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاالله جان حقبیان هم د جګړې پخلی کوی او وايي، طالبانو تر برید وروسته دوه پولیس له ځانه سره ژوندي بېولي دي.

د هغه په وینا طالبانو د سیوري غیر رسمي ولسوالۍ تسیسات هم تخریب کړي، خو سیمې ته د ملي اردو په رسېدو طالبان پر شاه تمبول شوي دي.

د زابل ولایت مقام هم د طالبانو د برید پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبان هم وايي، د سیوري مرکز یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي