۰
مایک پمپیو:

امریکا له طالبانو سره خبرو کې له خپل هېڅ شرط نه په شا کېږي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي طالبانو سره د مذاکراتو موخه په افغانستان کې د جګړې ختم او ثبات راوستل دي.
امریکا له طالبانو سره خبرو کې له خپل هېڅ شرط نه په شا کېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي طالبانو سره د مذاکراتو موخه په افغانستان کې د جګړې ختم او ثبات راوستل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې د امریکا سنا جرګې په یوه استجوابیه غونده کې د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو واشنګټن په دې مذاکرات کې له خپل هېڅ یوه شرطه هم دی په شا شوی او نه هم په شا کېږي.

ښاغلي پمپیو دا نه دي ویلي چې د امریکا شرطونه څه دي، خو وړاندې له دې یې ویلي وو چې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول، د نورو هېوادو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې د دوی شرطونه دي.

ده ټینګار کړي، چې د مذاکراتو اصلي مدیریت د ده په لاس کې دی او هڅه دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه ، ثبات رامنځ ته او د امریکا امنیت خوندي شي.

مایک پمپیو دا هم ویلي، چې له دې ټولو مذاکراتو افغان حکومت په جریان کې دی او په کابل کې د واشنګټن سفير په اونۍ کې څو ځله په همدې تړاو له ولسمشر غني سره ګوري.

هغه وايي، امریکا به د خبرو پر مټ په افغانستان کې روانه جګړه ختموي خو تر څنګ به یې په نظامي، سیاسي، اقتصادي او د حکومتولۍ په برخه کې ټولې لاس ته راوړنې هم ساتل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي