۰

د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لګښت۱۹۲ میلیون ډالر اټکل کړی

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دوی د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو مالي لګښت ۱۹۲ میلیون ډالره اټکل کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لګښت۱۹۲ میلیون ډالر اټکل کړی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دوی د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو مالي لګښت ۱۹۲ میلیون ډالره اټکل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله نن پنشنبې د وري ۸ مه کابل کې له امنیتي چارواکو سره د یوې غونډې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، چې کېدای شي، د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو زیاتره لګښت به نړیوال بنسټونه او ډېر کم به یې افغان حکومت برابر کړي.

خو په وینا یې دغه دواړو بنسټو خپأې مرستې د کمېسیون له خوا دوی ته د یوې مشخصي طرحې په وړاندې کولو مشروطې کړې دي.

هغه د دې په اړه چې د دغه لګښت څومره برخه به نړیوال بنسټونه او څومره به افغان حکومت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د تر سره کېدو لپاره شپږ میاشتې وخت لا پاتې دی.

بل خوا د ټاکنو کمېسیون په دغه ناست کې د ټاکنو د امنیت په اړه له امنیتي ارګانونو سره یو توافق پانه هم لاسلیک کړه او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي و ویل، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت ته ژمن دي.

نوموړي ویلي، چې دوی تېرو ټاکنو ته په کتو او له هغوی به تجربې اخستو سره هڅه کوي د ټاکنو لپاره امنیت په داسې ډول ټینګ کړي، چې خلک وکولی شي له وېرې او ډار پرته د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي