۰

له غني سره د واشنګټن د اړیکو په پرېکوڼ به ملي دیووالي حکومت پای څه ډول وي؟

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۱
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، که واشنګټن له ولسمشر غني سره خپلې اړیکې پرېکړي، نو د افغانستان وضعیت به د ډاکترنجیب الله جکومت د وروستیو ورځو په شان وي.
له غني سره د واشنګټن د اړیکو په پرېکوڼ به ملي دیووالي حکومت پای څه ډول وي؟
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، که واشنګټن له ولسمشر غني سره خپلې اړیکې پرېکړي، نو د افغانستان وضعیت به د ډاکترنجیب الله جکومت د وروستیو ورځو په شان وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټز پرون چهارشنبې د وري ۷ مه خبر ورکړی و، چې ښايي د سولې پر سر د امریکا او ولسمشر غني اړیکې نورې هم خرابې او پرې شي.

اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي غني د قدرت ساتل غواړي په داسې حال کې، چې هغه په افغان سوله کې د حکومت څندې ته بولي او دې کار غوسه کړی دی.

دوی ویلي د غني همدا غوسه ښايي د سولې ماتېدونکې خبرې نورې هم ستونزمنې او پرې د غني او واشنګټن اړیکې خرابې او پرې شي.

همدې موضوع ته په اشارې د ولسي جرګې ځینې پخواني غړي وايي، که واشنګټن له غني سره اړیکې پرېکړي د افغانستان وضعیت به د ډاکتر نجیب الله د حکومت وروستیو ورځو ته وګرځي.

د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي جمهور خبري آژانس ته  وویل، دا چې د افغانستان نیمه بودیجه او د افغان ځواکونو لګښت امریکا ورکوي، او ناټو هم په افغانستان کې د امریکا پر اعتبار تکیه کړې، نو که له افغانستان د امریکا ملاتړ پرې شي، یو لوی بحران به رامنځ ته شي.

د هغه په وینا له افغان حکومت سره د امریکا د اړیکو په پرېکوڼ سره به د افغانستان وضعیت تر هغه ورځو بد شي، چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې وو.

نوموړي دا هم و ویل، چې واشنګټن ځکه پر غني فشارونه راوړي، چې هغه د سولې پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي، ځکه ټول سیاسي او نیمه سیاسي جریانونه د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو غني یوازې له محب څخه چې ولسي ستنې نه لري ملاتړ کوي.

دی وايي، غني هوډ لري، چې د سولې پروسه په تاکنو کې د خپل بریالیتوب په نوم تضمین کړي تر څو بیا ځان واک ته ورسوي.

نوموړي و ویل، که چېرې افغان ولس دغه ټکي ته ورسېږي، چې ښاغلی غني خپلې ګټې لټوي، ملي ګتې او سوله قرباني کوي، نو په هغه صورت کې بیا امریکا ته اړتیا نشته بلکې به خپله د هغه پر وړاندې ودرېږي او جدي حرکتونه به پیل کړي.

له بلې خوا د سیاسي چارو شنوونکی محمد ناطقي وايي، د کابل او واشنګټن د اړیکو ترینګلتیا د افغان حکومت لپاره ستونزه ده او په پای کې ښايي ښاغلی غني د سولې په برخه کې د امریکا په تله ورشي.

د هغه په وینا د اړیکو دغه ترینګلتیا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب رامنځ ته کړې او په دې وضعیت سره نه شي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ناطقي وايي، په هره غونده کې چې محب وي امریکایان ترې وځي او بل دا چې د ملي ګټو بحث یوازې د یوه تن کار نه دی او دا موضوع باید حل شي.

دغه سیاسي کارپوه وایي، دی فکر کوي، چې ولسمشر غني به د دغه موضوع په اړه تصمیم ونیسي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي