خلیلزاد:

امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې اوږه په اوږه ولاړ دي

10 حمل 1398 ساعت 9:03

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بلجیم ته رسېدلی او هلته یې د ناټو له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بلجیم ته رسېدلی او هلته یې د ناټو له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او ینس سټولټنبرګ پرون سره لیدلي او ویلي یې دي، چې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې اوږه پر اوږه ولاړ دي.

خلیلزاد له سټولټنبرګ سره تر کتنې وروسته تېره شپه په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د دواړو ګډ هدف دا دی چې په افغانستان کې د سولې داسې موافقه وشي چې د جګړې د لسیزو د قربانیو ارزښت ولري.

نوموړي زیاته کړې« موږ په ګډه ژمن یوو چې د داسې سیاسي دیالوګ په اړه چې شخړه ورسره پای ته رسېږي د افغانانو ترمنځ حقیقي دیالوګ پیل شي.»

خلیلزاد ټینګار کړی، چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د روان بحران د سیاسي حل لپاره د صادقانه بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو خپل شپږم سفر د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ پیل کړی، چې لومړی برېتانیا ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې.

نوموړی به له بلجیم وروسته، اردن، ازبکستان، پاکستان او افغانستان ته هم سفرونه ولري او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114912

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114912/

جمهور
  https://www.jomhornews.com