وروستیو سېلابونو ۲۰ تنه وژلي دي

10 حمل 1398 ساعت 9:27

فاریاب، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.


فاریاب، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولایتونو کې د تېرې پنشنبې په ورځ تر سختو بارانونو وروسته سېلابونه را ووتل.

د یادو ولایتونو سیمه ییز چارواکي وايي، د سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د فاریاب په یو شمېر ولسوالیو کې سلابونه راوتلي، خو په خواجه سبزپوش کې تر نورو هغو زیات و، چې ۸ تنه یې وژلي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، سېلابونو نه یوازې ځاني، بلکې مالي زیان هم اړولی او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ۱۵۰۰ کورونو او ۴۰۰ دکانونو ته د زیان رسیدلو او یا د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی.

بل خوا د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د انجیل، ګذره، رباط سنګي او کشک کهنه د ولسوالیو په کلیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د چارواکو په وینا په دغو سیلابونو کې نهه تنه وژل شوي دي، د هرات – تور غونډۍ د سړک یوه برخه هم نړولې، چې له امله یې دا لویه لار او د هرات – اسلام قلعه لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د سیلابونو له امله د هرات حلقوي سړک هم بند شوی  او دغه راز د سیلاب د مهارولو لپاره د فواید عامې وزارت تخنیکي ټیم د دغه سړک یوې برخې نړولو ته اړ شوی دی.

په ورته وخت کې د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي ویلي، د دې ولایت د جوند او قادس په ولسوالیو کې د تیرې ورځې د سیلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com